جمهوررئيس محمد اشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په ملتیا نن سهار د لوګر ولایت د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه د یاد ولایت مرکز پل علم ښار ته ورسېد.
ولسمشرۍ ماڼي وايي: (( په پام کې ده چې جمهوررئيس غني د لوګر ولایت پر ملکي او نظامي مسوولینو سربېره د یاد ولایت مشرانو، متنفذینو، علماوو، ښځو، ځوانانو او د بېلابېلو اقشارو استازو سره په کتنه کې د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه واوري.))
په دې وروستیو کې د لوګر د امنیتي وضعیت په تړاو د خلکو اندیښنې هم زیاتې شوې وې.